دوشنبه, ۲۵ ربیع الثانی ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۰/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د اردوغان له څېرې د نقاب تر لرې کېدو وروسته؛ ایا نور داسې څېره پاتې ده، چې افشا شوې نه وي!؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د اردوغان له څېرې د نقاب تر لرې کېدو وروسته؛ ایا نور داسې څېره پاتې ده، چې افشا شوې نه وي!؟

خبر:

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د ۲۰۲۴م کال، د اګست په ۳۰مه په یوه اعلامیه کې وویل: «موږ قدس او فلسطین ته نه شو شا کولی او د (اسراییلو) پر وړاندې، چې د غزې له خلکو سره ظلم کوي، چوپ نه شو پاتې کېدی. موږ د استانبول او قدس ترمنځ کوم توپیر نه وینو او د غازي عینتاب او غزې ترمنځ هم کوم فرق نه کوو.» هغه زیاته کړه: «زموږ پوځ په سوریه، عراق، لیبیا او سومالیا کې خپلې دندې په غوره توګه ترسره کوي او د ترکیې وسله‌وال ځواکونه زموږ د هېواد د خپلواکۍ، امنیت او ملي وحدت ضامن دي».

تبصره:

اې اردوغانه! په چلبازۍ او د خلکو د فکرونو په غولولو کې دې ځان داسې ځای ته رسولی چې کومو کسانو پخوا اسمان ته پورته کولې، اوس ملنډې درباندې وهي او درپورې خاندي! ایا ته فکر کوې چې د دغو تکراري او له دروغو ډکو ویناوو په وسيله به خلک دوکه او ملاتړ به یې ترلاسه کړی شې؟ په داسې حال کې چې له یو کال راهيسې د یهودو تر بشپړ یرغل لاندې یې او په غزه کې د ټول‌وژنو او بې‌کوره‌کېدو ننداره کوې، ان تر دې چې دا سیمه پر یوه کنډواله بدله شوې ده، څوک به باور وکړي چې ته به د غزې پر خلکو د ظلم پر وړاندې چوپتیا غوره نه کړې!؟

ایا نور داسې څه پاتې دي چې ته ورته شا کړې، په داسې حال کې چې له یوولس میاشتو راهيسې دې د دوو میلیونو انسانانو پر وژلو او ظلم سترګې پټې کړې دي؟ بیا بیا په ډېرې بې‌شرمۍ سره اعلانوې چې ته د استانبول او قدس ترمنځ توپیر نه کوې!؟ د غزې او غازي عینتاب ترمنځ کوم فرق نشته!؟ که د دغو خبرو دقیقې معنی ته وګورو، دا ده چې که کومه ورځ یهود پر استانبول برید وکړي د غزې پشان به یې ننداره کوې. که یهود پر ایاصوفیه، فاتح، د سلطان سلیمان او د سلطان احمد پر جوماتونو بریدونه وکړي، بیا به یې هم د مسجدالاقصی پشان ننداره کوې؛ هو یوازې ننداره به یې کوې او هیڅ عمل به ونه کړې. که هغوی پر غازي عینتاب برید وکړي، ته به یې له انقرې څخه ګورې، لکه له یوه کال زیات وخت چې د غزې ننداره کوې؛ لکه د نرون په اړه چې ویل کېږي په خپله مجلله ماڼۍ کې ناست و او له لېرې یې د روم سوځېدل کتل!

تر ټولو بده لا دا ده چې ته په هماغه اعلامیه کې په خپل ځان ویاړې او افتخار کوې چې ستا پوځ په سوریه، عراق، لیبیا او سومالیا کې په غوره توګه خپلې دندې ترسره کوي. داسې ښکاري چې ته غواړې د غزې خلکو، فلسطینیانو او ان ټول اسلامي امت ته وښیې چې ستا پوځ پوهېږي چې څنګه د خپل بادار، امریکا، په غوښتنه هر ځای ته ولاړ شي؛ خو نه پوهېږي چې څنګه د مسلمانانو لومړي قبله او د دوی سپېڅلې خاورې ته لار ومومي!

اې د غزې غمه! ته څومره لوی افشاکوونکی یې! څومره دردوونکې ده چې میلیونونه مسلمانانو دې ته اړتیا لرله چې داسې یوه فاجعه دې ورته پېښه شي ترڅو د نفاق، دروغو او خیانت پرده ورڅخه لرې شي. کلونه وشول چې موږ خلکو ته ښیو چې د دې سړي خبرې څومره دروغجنې دي او ثابتوو چې هغه یو له همغو سیکولر خاینانو څخه دی چې هېڅکله د نړیوالو نظامونو له سرو کرښو نه تېرېږي او د هغوی پر محور عمل کوي. خو غولېدلو خلکو به په غرور سره د هغه دفاع کوله او په خطا سره یې هغه د امت سلطان ګاڼه چې ژر به امت ته بریا، عزت او اقتدار ورکړي. خو غزه قرباني شوه او هغه هېڅ غبرګون ونه ښود، ان د یهودي رژیم سفیر یې احضار نه کړ او له یهودو سره د توکو او سرچینو صادرات یې ونه درول. اوس له دې مایوسۍ او نهیلۍ وروسته هغوی وايي: داسې ښکاري چې دا کس په خیانت کې له نورو خاینانو سره کوم توپير نه لري.

اې مسلمانانو! تاسو لسیزې په عرب‌پال دجال عبدالناصر  باور وکړ او د هغه په لاره کې مو خپل ژوندونه قرباني کړل، بیا یې نقاب لرې شو. له هغه وروسته مو د ایران په اخوندي دولت او د هغوی پر مقاومت باور وکړ؛ د هغه نقاب هم لرې شو او تاسو ته په ډاګه شوه چې دغه دولت هېڅکله د امریکا له ګټو او امر بهر کار نه کوي او نمایشي توغندي یې پر یهودو هېڅ اغېز نه لري. بیا مو په ترکیه کې د مصطفی کمال پر ځای‌ناستي (اردوغان) باور وکړ، چې غزې یې نقاب لرې کړ.  

ایا د هغه سیاسي جریان د پېژندلو وخت نه دی رارسېدلی چې خپلې هیلې ورپورې وتړئ، خپل ځواک یې په خدمت کې ورکړئ او د هغوی حللارو ته تسلیم شئ؟ یوازینۍ حللاره دا ده چې د هغه دولت له لارې اسلامي ژوند بیا پیل کړو چې له الله سبحانه و تعالی، رسول الله او مومنانو پرته بل هیچا ته وفادار نه وي او د الله سبحانه و تعالی له شریعت پرته بل قانون پلی نه کړي او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې له هیڅ نړیوال نظام او لویو پوځونو څخه ویره ونه لري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱستَجِيبُواْ لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحيِيكُم﴾

ژباړه: «اې مومنانو! کله چې الله تعالی او رسول صلی الله علیه وسلم تاسو داسې څه ته راوبولي چې ستاسو ژوند ته وده درکوي، نو د هغوی بلنه ومنئ!»

لیکوال: احمد القصص

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۹مه

۲۰۲۴م کال، د سپټمبر ۱۲مه

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې